په کابل کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دې چاودنې موخه څه وه او نه یې هم مسوولیت کومې ډلې پړه پر غاړه اخیستې ده

د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د دهمزنګ څلورلارې ته نږدې د چاودنې له امله یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

استقلال روغتون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه روغتون ته ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم رسنیو ته په یوه پیغام کې دغه شمېره تاییدوي.

يو شمېر عيني شاهدانو بانګ ته وويل، چې چاودنه د چهارشنبې په ماسپښين شاوخوا یوه بجه د افغانستان د برېښنا شرکت په کونج کې په يوه رستورانت کې شوې ده.

د دې پېښې يو تن عيني شاهد محمد علي، چې د ده په وينا، په دې سيمه کې ژوند کوي، بانګ ته وويل، چې چاودنه د ماين له امله شوې ده. هغه زياته کړه: “کله چې چاودنه وشوه، خلکو لومړى وويل چې دا د ګازو ډبه ده، خو وروسته پوه شو چې دا ګاز نه دى. وژل شوي او ټپيان ټول بې وزلي دوکانداران او سوداګر وو.”

د دغې پېښې يو بل عيني شاهد چې غوښتل په دې راپور کې دده په وینا د طالبانو له خوا د تعقيبېدو له وېرې خپل نوم پټ وساتي، بانګ ته وويل: “کله چې بريد وشو، ډېر مړي او ټپيان مې وليدل چې په موټرونو کې ايښودل شوي او لېږدول کېدل.”

په همدې حال کې د برشنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په چاودنه کې د دوی یو شمېر کارکوونکي هم وژل شوي، خو دغې ادارې کره شمېره نه ده وړاندې کړې.

 په ټولنيزو رسنيو کې د چاودنې ويډيوګانې ښيي چې خلک ټپيان او وژل شوي کسان لېږدوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پیل کې رسنیو ته ویلي و چې چاودنه د ګازو د بالون له امله شوې، خو وروسته څرګنده شوه چې دا پېښه د ځای پرځای شوي ماین له امله شوې ده.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دې چاودنې موخه څه وه او نه یې هم مسوولیت کومې ډلې پړه پر غاړه اخیستې ده.