مجیب الرحمن انصاري او اتلس نور په هرات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو

د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري د جمعې په ورځ له غرمې مخکې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د والي وياند حميدالله متوکل هم دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې د انصاري تر څنګ ١٨ نور کسان هم وژل شوي دي. هغه وايي چې په دې پېښه کې ۲۳ نور کسان ټپیان شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د حکومت ویاند د جمعې په ورځ رسنیو ته په یوه پیغام کې تایید کړه چې په دې پېښه کې د مجیب الرحمن انصاري ورور حبیب الرحمن انصاري هم وژل شوی دی.

مجیب الرحمن انصاري چې د هرات له ملایانو څخه و، د تېر حکومت سخت منتقد او د طالبانو ملاتړی بلل کېده.