طالبان: “نجونې دې نور په پوهنتون کې عکسونه نه اخلي”

ه هغه مکتوب کې چې د سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۷مه د کابل طبي پوهنتون د قابله‌ګۍ پوهنځي ته لېږل شوی، ليکل شوي چې د عکس اخيستل او فلم اخيستل “په شريعت کې لويه ګناه” ده.

 

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر مخ په زیاتیدونکي محدودیتونو او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته تازه په تازه د کابل طبي پوهنتون چارواکو په یوه مکتوب کې د دغه پوهنتون پر ښځینه محصلانو نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغه مکتوب پر بنسټ، له دې وروسته د کابل طبي پوهنتون ښځينه محصلان حق نه لري، چې د پوهنتون په انګړ کې او یا هم د پوهنځي مخې ته عکسونه او ویډیوګانې واخلي.

په هغه مکتوب کې چې د سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۷مه د کابل طبي پوهنتون د قابله‌ګۍ پوهنځي ته لېږل شوی، ليکل شوي چې د عکس اخيستل او فلم اخيستل “په شريعت کې لويه ګناه” ده. د طالبانو په دغه مکتوب کې دا هم ویل شوي دي: “موږ د پوهنځیو له محترمومشرانو څخه غوښتنه کوو چې د خپلو ښځینه محصلینو ته خبر ورکړي چې د پوهنتون په چاپیریال کې دې له هر ډول عکس او فلم اخیستلو څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا کار د شريعت له نظره لويه ګناه ګڼل کيږي.”

دغه مکتوب چ د کابل طبي پوهنتون د مسوولینو له خوا خپور شوی په ځینو ټولنیزو شبکو کې هم شریک شوی دی. د کابل طبي پوهنتون د پوهنځیو یو شمېر محصلان د طبي پوهنتون د مسوولینو دغه پرېکړه بې بنسټه ګڼي او وايي، چې په دې پرېکړې سره طالبانو واقعاً یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې غواړي د ښځینه محصلینو پر زده کړو بندیزونه زیات کړي څو هغوی مجبور شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړي

د کابل د طبي پوهنتون يوې محصلې شريفه بانگ ته وويل: “طالبان هڅه کوي چې له دې چلونو څخه په استفادې د کابل پوهنتون ښځينه محصلين په بشپړه توګه لرې کړي، دغه ډله فکر کوي چې که دا حالت دوام وکړي، ښايي نجونې له زده کړو پاتې شي. موږ طالبانو ته وایو چې نور قربانۍ نه منو، نجونې د لا زیاتو زده کړو حق لري او ښځو او نجونو ته باید د زده کړو حق ورکړل شي.”

طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته تر ټولو زیات محدودیتونه پر ښځو لګولي دي. دوی یو شمیر ښځې له کار څخه منع کړي دي، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلي دي او د ښځو پر تګ راتګ او د هغوی د حجاب څرنګوالي باندي یې هم بندیزونه لګولي دي. طالبانو ویلي چې د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، خو په اړه یې واضح تعریف نه لري او دا کار یې له داخلي او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.