طالبان په خپل تلک کې ګیر: مجیب الرحمن انصاري او ۱۸ تنه نور ووژل شول

طالبان او د هغوی ملاتړي په هغو چاودنو کې په نښه کېږي چې طالبانو د تېر حکومت د پلویانو پر وړاندې تنظیمول.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات په ګازرګاه جومات کې د چاودنې له امله د مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور د جمعې په ورځ رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دا پېښه د ۱۴۰۱ کال د ثور میاشتې په ۱۱ مه د هرات په ګازرګاه جومات کې د جمعې له لمانځه مخکې شوې ده.

تکور په دغه پيغام کې ويلي دي: “له بده مرغه د هرات په پېښه کې د مولوي مجيب الرحمن انصاري په ګډون زموږ ١٨ تنه هېوادوال شهيدان او ٢٣ تنه نور ټپيان شول.”

له بلې خوا د هرات د والي وياند حميدالله متوګل رسنيو ته په يوه استول شوي پيغام کې د حبيب الرحمن انصاري د ورور مجيب الرحمن انصاري د وژل کېدو پخلى کړى دى.

مجیب الرحمن انصاري د پخواني جمهوري ریاست له سختو منتقدینو څخه ګڼل کېده او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو له ملاتړو څخه و.

څه موده وړاندې یې په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د طالبانو له خوا د ملایانو په یوه لویه غونډه کې فتوا صادره کړه چې هر هغه څوک چې د طالبانو د حکومت پر ضد ودریږي باید «سریې پرې شي». د نوموړي دغه څرګندونې پر ټولنیزو رسنیو ډېر غبرګونونه راوپارول.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې نن سهار د طالبانو د ریس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر په يوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره هرات ته تللى و او تر دې پېښې مخکې يې له مجيب الرحمن انصاري سره کتلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان په جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو کې د چاودنو شاهد دی.

رحیم الله حقاني چې د طالبانو د حقاني شبکې یو مهم غړی او د طالبانو په ملاتړ یو دیني عالم و، د ۱۴۰۱ کال د اسد د میاشتې په ۲۰ نیټه په یوه ښوونځي کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

په وروستۍ پېښه کې د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۲۶ د کابل د خیرخانې په کوتل کې د صدیق اکبر په جومات کې د چاودنې له امله د جومات ملا امام امیر محمد کابلي له ۲۱ لمونځ کوونکو سره ووژل شو او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.